معرفی رئیس عمومی پلان،پالیسی،نظارت و ارزیابی

انجنیر محمد شریف علیزی د منشي صاحب محمد خان زوی په کال ۱۳۷۰ کې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په یو روښانفکره کورنۍ کې زیږیدلی دی. خپلي لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې د لښکرګاه ښار د ذکورو په عالي لیسه کې بشپړې کړې او په کال ۱۳۸۶ کې یې له دې ښوونځی څخه د فراغت سند تر لاسه کړ.

 ښاغلي علیزي خپل لومړی لیسانس په کابل کې د دعوت پوهنتون د ساختماني انجنیرۍ په برخه کي بشپړ کړ او دوهم لیسانس یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې له اشنا پوهنتون څخه تر لاسه کړ.

علیزی د امریکا د متحده ایالتونو د اټلانټیک نړیوال پوهنتون (Atlantic International University)  څخه د عامه پالیسۍ او نړیوال پرمختګ په برخه کې د ماسټري سند لري او همدا شان د هندوستان هیواد د کلیوالي پرمختیا ملي انستیتوت (National Institute of Rural Development – NIRD) څخه یې د دوامداره پرمختیا په برخه کې د مافوق لیسانس په کچه زده کړي ترسره کړي دي.

علیزي پر دې زدکړو بسنه نه ده کړې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اړوند د ډاکتر موسی شفیق د ډیپلوماسۍ انستیتوت څخه یې د سیاسي ډیپلوماسۍ سند خپل کړ او تر څنګ یې د پروژو د مدیریت مسلکي (Project Management Professional – PMP) نړیوال طلایې سند هم تر لاسه کړیدی.

په ډاډ ویلای سو چې ښاغلي علیزی، د هیواد د محدودو کادرونو له جملې څخه شمېرل کیږي چې پر نړیوال معیار برابر زده کړې لري.

نوموړی دا مهال د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې د لوی رئیس په توګه دنده ترسره کوي. تر دې وړاندي د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ کال پوري د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کرنې او کلیوالي پرمختیا د هر اړخیز پروګرام (CARD-F)  مسؤل پاته سوی او د نوموړي وزارت د ملي برنامو د مدیریت د سلاکار په توګه  یې هم دنده ترسره کړې.

د نوموړي کاري تجربه، په بریالۍ توګه د مختلفو پرمختیایې برنامو تطبیق او ډیزاین په بر کې نیسي چې له هغه جملې څخه د هلمند د کرنې او کلیوالي پرمختیا پروګرام (HARDP)، د هراړخیزې کرنې او کلیوالي پرمختیا بین الوزارتي پروګرام  (CARD-F) د اول  او دوهم پړاو  بریالی تطبیق؛ همدارنګه د انګلستان د مرستندویه ادارې (DFID) سره د هلمند د ودې پروګرام (HGP) او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې (UNDP) سره د افغانستان د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام (LEDA) د ډیزاین؛ یادونه کولی شو.

نوموړي په 2010 کال کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي برنامو د مدیریت د سلاکار په توګه دنده پیل کړه او د نوموړي‌ وزارت اړوند یو لړ مهمې پروسې یې رهبري کړې. د یو تعداد محسوسو لاسته راوړنو له جملې څخه د نړیوال بانک سره د ولسي تړون ملي برنامې د ډیزاین  او همدارنګه د نوموړي برنامې اړوند د اوبو لګولو،‌ ترانسپورت، کلیوالي انرژۍ او اوبو رسولو په برخو کې د تخنیکي رهنمودونو (Technical Manuals) تسوید او نهایې کول، د زېربنا په برخه کې د روڼتیا ابتکار (CoST Initiative) د نړیوال نهاد سره د افغانستان او کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت غړیتوب اخیستل، د بیا راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د کارموندنې، هوساینې‌ او سرپناه په موخه د UNHCR او اړوند وزارتونو سره ګډ کاري ګروپ ایجاد، د کوچیانو د پالیسۍ جوړول، په بدخشان کې د ځمکې ښویېدنې له امله د متضررینو کورنیو لپاره د هندوستان او چین هیوادونو په مرسته دوه ښارګوټو جوړول او د وزیرستان څخه د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو ته د کډوالو لپاره د ۵ ملیونه ډالرو په ارزښت د چین د هیواد څخه د غیر غذایې توکو او البسې انتقال یادونه کولی شو.

ښاغلی علیزی په ملي ژبو سربیره په انګلیسي ژبه هم ښه برلاسی دی او له هیواده بهر یې په جنیوا، ډنمارک، جاپان، چین، ترکیې، اوکراین، هندوستان، قرغزستان، ترکمنستان، تانزانیا، عربي متحده اماراتو او یو شمېر نورو هیوادونو کې د بیلابیلو سیمینارونو، غونډو، ورکشاپونو او زده کړه‌ایزو پروګرامونو د ګډون او کوربه توب ویاړ  لرلی او ستاینلیکونه یې ترلاسه کړي دي.

ښاغلی علیزی د کم شمیر هغو ځوانو رهبرانو او فعالینو په ډله کي ځای لري چې د نړیوال اقتصادي فورم World Economic Forum د نوښتګرو ځوانو رهبرانو ټولني Global Shapers Community ته یې د خپلو لاسته راوړنو او وړتیا پر بنیاد لار موندلې او غړیتوب یې  تر لاسه کړی دی. 

 

Image ۰۹۸۷